حکومت او طالبانو د یو بل زندانیان خوشې کړي
يو شمېر طالب او حکومتي سرچينو ويلي، چې افغان حکومت په تېرو څو ورځو کې ۲۰۰ طالب زندانیان او طالبانو بيا ۴ کومانډو سرتېري خوشې کړي دي.
د زندانیانو خلاصون بهير کې ځنډ د بينلافغاني خبرو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ يادېده، خو اوس چې دا بهير چټک شوی د بينالافغاني خبرو پيلېدو ته هيلې ډېرې شوې دي.
ننګرهار کې دپنځه پاکستانیانو په ګډون دطالبانو د سرې قطعې ۱۶ غړي وژل شوي
د ننګرهار د والي وياند، عطاءاالله خوږياڼی وايي، چې په شېرزادو ولسوالۍ کې د پنځه پاکستانیانو په ګډون د وسله والو طالبانو د سرې قطعې ۱۶ غړي وژل شوي او شپږ نور سخت ټپيان دي.
د خوږياڼي په وينا د یادو نښتو پر مهال یو امنیتي سرتېری شهید شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
دکرهڼې وزارت: سږکال به په هېواد کې ۲۴ تنه زعفران تولید شي
د کرهڼې او مالدارۍ وزارت وړاندوينه کړې، چې سږکال به په ټول هېواد کې ۲۴ ټنه زعفران توليد شي.
د دغه وزارت په وينا، هېواد کې د زعفرانو حاصلات ورځ تر بلې مخ پر زياتېدو دي.
سږکال ټول هېواد کې په ۸ زره هکتاره ځمکه زعفران کرل شوي دي.
هلمند ولایت کې ۱۹ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د ملي دفاع وزارت په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د بريدونو په مخنيوي کې ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور يې ټپيان شوي.
د خبرپاڼې له مخې په دغه نښتو کې د وسله والو طالبانو لسګونه ميله وسلې له منځه تللي دي.
نوین الحق دویسټ انډیز تجارتي سیالیو دتېرې سپې په لوبه کې څلور لوبغاړي وسوځول
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي، نوين الحق د ويسټ انديز تجارتي سياليو د تېرې شپې په لوبه کې، ۴ اورونه تر سره کړل، ۱۴ منډې يې ورکړې او ۴ لوبغاړي يې وسوځول.
امرخېل: د ننګرهار شینوارو داعش ته ماته ورکړه
دننګرهار والي ضیاء الحق امرخیل ویلي، شینواري هغه میړنی قام دی چې د نظام د پایښت لپاره د داعش غوندې زورورې او بې رحمه ډلې مقابلې ته ودریدل او ماته یې کړه.
دافغان حکومت مذاکراتی پلاوی قطر ته د تګ لپاره چمتووالی نیسی
د ملي پخلاينې عالي شورا وايي، چې نن به د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د بنديانو د تبادلې بهير بشپړ شي.
د دغې شورا په وينا، چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به نن شپه او یا هم سبا قطر ته د بين الافغاني مذاکراتو د پيل په موخه ورشي.
هرات کې دترافیکي پېښې له امله پنڅه تنو خپل ژوند دلاسه ورکړی
د هرات ولايت ځايي مسوولين وايي، چې تېره شپه په زنده جان ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله پنځه تنو خپل ژوند د لاسه ورکړی.
د مسوولينو په وينا، پېښه د يو غټ باروړونکي او کوچني مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
کندز کې د پولیسو يوه افسره شهيده شوې
د کندز ولايت ځايي مسوولين وايي، چې تېره ورځ په شوره خاک ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو، د صالحې په نوم يوه پوليس افسره شهيده کړې.
دغې پوليسې ۴۵ کاله عمر درلود او ګلتپهی ولسوالۍ کې يې دنده درلوده.
د هلمند سيند کې د سپرليو کشتۍ ډوبه شوې ده
ځايي مسوولين وايي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون اته تنه شهيدان شوي دي
پکتيا کې لسګونو مېرمنو د جګړې بندولو لپاره لاريون وکړ
دوى د جګړې له ښکېلو اړخونو د جګړې پای ته رسول غوښتي ، پر دولت او وسلوالو مخالفينو يې غږ کړى چې ملي ګټې په پام کې ونیسي او د بې ګنا افغانانو د وینې تویول ودروي.
صالح: طالبان دسولې جذبه نه لري
د ولسمشر لومړي مرستيال امر الله صالح ويلي، چې طالبان له جګړو، تاوتريخوالي او ترهګرۍ پرته نور څه نشي کولی.
کندهار کې د باي پاس مهم سړک د جوړولو چارې پيل شوې
ولايت مقام وايي چې دغه سړک ۱۰۲۲ متره اوږدوالی او ۱۰ متره عرض لري د پلي لارو ترڅنګ پرې ٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په اساسي ډول رغول کيږي
امرخیل : ښوونځي دې له سياسي فعاليت څخه پاک وي
د ننګرهار والي ضياء الحق امرخيل ددې ولايت د پوهنې امرینو ته لارښوونه وکړه چې ښوونځي دې د سیاسي فعالیت څخه پاک او زده کوونکي دې په ملي روحیه و روزل شي.
ولسمشر غني: خلک او دولت د سولې مذاکراتي ټيم ملاتړ کوي
ولسمشر غني دغه ټيم سره په ليدنه کې وويل، ستاسو په تنوع، وحدت او همغږۍ کې افغانان خپل قوت ویني، ځکه جمهوریت او تنوع زموږ د ځواک نقطې دي.
ستانکزى: زموږ مذاکراتي ټيم متحد دى
د افغانستان د سولې مذاکره کوونکي پلاوي مشر معصوم ستانکز وايي چې زموږ د متحد ټیم هڅه به د خلکو دغسې اساسي هیلې ته چې تلپاتې سوله ده، رسېدل وي.
ځلا ځاځۍ له دندې منفکه شوې
هغه چې څه موده مخکې د خوست دجنايي امريت ددفتر آمره ټاکل شوې وه، د کورنيو چارو وزارت په وينا، دډيرې غير حاضرۍ له امله منفکه شوې ده.